ټولنه

ديو کور د نړيدو له امله دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دسلواي دري ويشتمه

 په بلخ  ولايت کې تيره شپه ديو کور دنړيدو له امله دوه تنه ووژل شول او اووه تنه نور  ټپيان شول .

  دغه پيښه تيره شپه  په يوه نيمه بجه  دکور په بام  د واورې دزيات اورښت له امله رامنځته  شوه .

 دمزارشريف ښار  دبادام باغ دساحې وکيل محمد نادر وويل وژل شوي او ټپيان ديوې کورنۍ غړي دي چې ددغې کورنۍ پلار له خپل  شپږ کلن زوى سره ووژل شو او اووه تنه نور يې ټپيان شول .

  دبلخ  ولايت له پيښو سره دمبارزي دتياري داداري مسوول  احمد فريد  وويل دغه کورنۍ له کورنيو بې ځايه  شويو څخه ده چې  دناامنيو له امله له  لرو پرتو ولسواليو څخه بې ځايه شوي دي او دمزارشريف  ښار په جنوب کې  يې شپې سبا کولى .

 دده د څرګندونو له مخې له دوى سره سملاسي مرستي شوي  دي  او دټپيانو روغتيايي حالت مخ په  ښه والې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته