ورزش

د هېواد دکرکټ د ملي ټيم غړي سبا ماليزيا ته روانيږي

کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
ټاکل شوې ده د هېواد دکرکټ ملي ټيم غړي د پريميرليګ آسيايي جام په سياليو کې سبا د ماليزيا هيواد ته روان شي.
د هېواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک نن د باخترآژانس خبريال ته وويل: 
ټاکل شوې ده دغه سيالۍ د شپږو آسيايي هيوادونو د ټيمونو په ګډون د روان ميلادي کال  د مې د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د ماليزيا هېواد په کوربه توب پيل شي.
د هوتک د څرګندونوله مخې: د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به  خپله لومړۍ لوبه د مې د مياشتې په لومړۍ نيټه د هانکانګ له ټيم سره، دويمه لوبه د مې دمياشتې  په دويمه نيټه دمتحده عربي اماراتو له ټيم سره، دريمه لوبه د مې د مياشتې په څلورمه نيټه د ماليزيا له ټيم سره، څلورمه لوبه به د مې د مياشتې په پنځمه نيټه دعمان له ټيم سره او وروستۍ لوبه به د مې د مياشتې په اوومه نيټه د نيپال له ټيم سره ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته