کابل باختر د غبرګولي ٢٩مه
يونېسف پرون په فيروزکوه کې له ٧١بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
د غور د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د مرستې د ويشلو مسوول خير محمد نايبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په مرستوکې خيمې، ترپالونه او شړۍ شاملې دي چې د دولت آباد ولسوالۍ په فيروزکوه کې پر ٧١ بې وزلو او بې ځايه شويو کورنيو وويشلې شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د بادغيس د چارسدې او جوند ولسواليو ١٣٠ بې وزلو کورنيو هم ترپالونه، خيمې او شړۍ ترلاسه کړې.
ختم_ عطاالله _ اکرم