ورزش

د نجونو د فوټسال سيالۍ پيل شوې

کابل باختر دمرغومي  نوولسمه :
د نجونو د فوټسال سيالۍ نن په کابل پيل شوې .
د هېواد د فوټسال د کميټې ترينر عبدالرزاق ممرک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ (راځئ جنسيتي تبعيض ته نه ووايو) ترنامه لاندې په فوټبال فدراسيون کې پيل شوې دي چې پکې د نجونو اته ټيمونه ګډون لري چې پنځه ورځې دوام مومي .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د دغو سياليو په پيل کې د کابل کلپ او د عدالت ټيمونه دوستانه لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته