سیاست

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر
د انتخاباتوخپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې کمېسيون نن د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ .
د باختر آژانس خبریال لیکي: د دغه هوکړه ليک د لاسليک کولو موخه د ١٣٩٨ کال  د جمهوري رياست په انتخاباتو د اړوندو چارو، فعاليتونو، همغږۍ، همکارۍ او د اجرااتو بهير ګړنديتوب دى.
د دغو کمېسيونونو د مسوولينو د څرګندونو له مخې: په دغه هوکړه ليک کې دواړو لورو د يو بل په قانوني صلاحيتونوکې نه لاسوهنې او درناوي ته ژمن دي او دواړه  کمېسيونونه هلې ځلې کوي چې په ناپیلي ډول په خپل وخت د رڼو، عادلانه او سراسري انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمينه برابره کړي.
دغه راز دواړو کمېسيونونه په ورسپارل شويو دندوکې د هېواد د لوړو ګټو او مصالحو په پام کې نيولو مکلف دي او هغه بايد د خپلو کارونو او صلاحيتونو په لومړيتوبونو کې ونيسي او دغه راز انتخاباتي کمېسيونونه خپل قانوني دندې او مسووليتونه په خپلواکه توګه ترسره کوي او ترهېڅ کورني او بهرني اغيز اوفشارلاندې نه نيول کېږي.
د انتخاباتي کمېسيونونو د مسوولينو د څرګندونوله مخې: له مرکز څخه ولايتونو ته د حساسو او غيرحساسو انتخاباتي توکو د لېږدولو او د اړتيا وړ کارکوونکو د استخدام بهير هم بشپړ شوى دى او د انتخاباتو د شفافيت د تامين لپاره ١١٣ بنسټونو، کتوونکو او ملي او نړيوالو رسنيو باور ليکونه ترلاسه کړي دي.
د هېواد د اساسي قانون د ١٥٦ مادې او د انتخاباتو قانون د ٢٨ مادې د حکم پربنسټ،  انتخاباتي کمېسيونونه د انتخاباتو د ترسره کولو او د انتخاباتي شکايتونو، اعتراضونو  او جرمونو د څېړنې مسووليت په غاړه لري.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د اعلام له مخې، د جمهوري رياست انتخابات د روان کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته