امنیت

د داعش د ډلې پنځه تنه غړي په ننګرهارکې ووژل شول

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د داعش په ډلې پورې اړوندپنځه تنه داعشيان تېره شپه د ننګرهار ولايت په پچير او اګام ولسوالۍ کې دکوماندو د ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات چې د شاهين- ٢٠ ترنامه دننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د داعش په ډلې پورې اړوند پنځه تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز د جغل خيلو، غونډي خيلو او تنګي خيلوکلي د داعشي تروريستانو له شتون څخه تصفيه او پاک شوي دي.
دغه راز يوه ښځه او نارينه چې له زياتې مودې را په دې د ننګرهار ولايت ، پچيراو آګام ولسوالۍ کې د داعشيانو د ډلې له خوا نيول شوي وو؛ د کوماندو د ځواکونو په خاصو عملياتوکې آزاد کړى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته