ټولنه

دميړه له خوا يې ديوې ميرمنې دسر خرييل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
دبغلان ولايت  دنهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوې ځوانې ميرمنې  سر تيره شپه   دميړه له خوا وخرييل شو.
په شمال ختيځ  زون کې دبشرد حقوقو دخپلواک  کميسيون رئيس حيات الله اميري ددغه خبر په تائيدولوسره دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغې  ځوانې ميرمنې  سر دنهرين ولسوالۍ په تاوه شخ کلي کې دميړه له خوا يې  چې دکاکا زوى يې هم دى په بيررحمانه ډول خرييل شوى دى.
دکندز ولايت دبشرد حقوقو دخپلواک  کميسيون رئيس ددغې پيښې له امله   دخواشينۍ دڅرګندولو په ترڅ کې ددغې قضيې اصلي انګيزه کورنى تاوتريخوالى وباله او  ويې ويل چې ددغې ادارې له خوا يو هيئت دموضوع  دڅيړنې لپاره موظف شوى دى  اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به دنهرين ولسوالۍ ته واستول شي .  خو دنهرين ولسوال فضل الدين وايي چې  ددغې ميرمنې  دسر دويښتو يوه برخه دجلدي ناروغۍ په نسبت ددې دميړه دکورنۍ له خوا دعلاج او درملنې په موخه خرييل شوې ده او کومه کورنۍ ستونزه شتون نلري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته