سیاست

جمهوررئیس غني اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مطبوعاتي کنفرانس له لارې اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د خپل وروستي سفر د لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهوررئیس غني یادو هېوادونو ته د سفر عمده موخې په تفصیل تشریح او د دغه سفر یوه موخه یې یادو هېوادونو سره د لا زیاتو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګښت او د اړیکو پراختیا وبلله.
جمهوررئیس وویل، اسټرالیا ستر اقتصادي هېواد او د جي ۲۰سازمان غړی دی چې تر دې مهاله له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري او په دغه سفر کې مو ‎د همکاریو په راجلبولو په ځانګړي ډول د مدیریت، کرنې او مالدارۍ، کانونو، سیستم جوړونې، د نشه‌يي توکو په له‌منځه وړلو او فساد سره په مبارزه کې د دغه هېواد له تجربو څخه په استفادې تمرکز درلود او دغه برخو کې اسټرالیا همکارۍ ته چمتو ده.  
هغه څرګنده کړه، دا مهال شپږ زره افغان ځوانان په اسټرالیا کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دي چې هر یو به یې د راتلونکي اباد افغانستان لپاره خپل جوت رول ولوبوي.
جمهوررئیس وویل، اندونیزیا چې ۴۰کاله مخکې د اسیا یو بېوزله هېواد ګڼل کېده، په تېرو ۲۰کالو کې يې وکولای شول چې بېوزلي کمه او نن د اسیا د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راشي. هغه افغانستان او اندونیزیا له دیني پلوه د ګډ فرهنګ لرونکي هېوادونه وبلل او ټینګار یې وکړ، دا دواړه هېوادونه چې د اسلام واقعي استازیتوب کوي، هغه کوچنی  اقلیت چې غواړي د اسلام له نوم نه ناوړه ګټه پورته کړي، باید په ضد یې غږ پورته کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني زیاته کړه، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ شپږ سندونه لاسلیک شول او د اندونیزیا د پانګوالو یو پلاوی به په راتلونکي کې د پانګونې او سوداګرۍ د لارو چارو د لټولو په خاطر افغانستان ته سفر وکړي.
جمهوررئیس وویل، اندونیزیا د شخړو په حل کې ښې تجربې لري، د دغه هېواد دیني علما به په افغانستان کې د سولې بهیر او د شخړو د حل په خاطر د سولې عالي شورا سره بحث وکړي او همدارنګه به دغه هېواد افغانستان سره د طبیعي پيښو سره په مبارزه کې همکاري وکړي. 
جمهوررئیس غني سنګاپور هم له اقتصادي پلوه یو پرمختللی هېواد وباله وې ویل، په راتلونکي کې به د مستقلو رئیسانو او معینانو په کچه دولتي کارکوونکي دغه هېواد ته سفر وکړي تر څو د افغانستان لپاره د حکومتولۍ ځواب ورکوونکی سیستمونه ولټوي.
جمهوررئیس وویل، راتلونکي کې به د سنګاپور یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي، تر څو افغان مقاماتو سره د پانګونې په فرصتونو بحث او نظرونه تبادله کړي.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې افغانستان د نړۍ یو بډایه هېواد دی وویل، زموږ پام په سوکاله راتلونکي او محرک اقتصاد راټول دی، د امنیت او د ثبات موضوعاتو تر څنګ باید د طبیعي سرچینو استخراج ته پاملرنه وشي، تر څو اوسنی او راتلونکی نسل له بشپړې سوکالۍ برخمن شي.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان تر ټولو مهمه شتمني جغرافیايي موقعیت دی، باید د دغه هېواد پریمانه سرچینې تشخیص شي چې څنګه ورنه کار اخیستی شو. هغه زیاته کړه، د افغانستان له ثبات پرته او له اسیا سره د دغه هېواد د اړیکو له تینګښت پرته سیمې کې ثبات نشي رامنځته کېدای.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ غواړو افغانستان د بین‌المللي ترانزیټ په مرکز بدل شي او د افغانستان په زیربناوو باید زیاته پانګونه وشي. هغه زیاته کړه، په تېرو دونیمو کالو کې افغانستان مرکزي اسیا ته سوداګریزې او اقتصادي لارې پرانیستي دي.
جمهوررئیس غني د افغانستان د اوبو مدیریت یادونه وکړه وې ویل، دا د افغانستان د حکومت لپاره د بحث حیاتي موضوع ده، د افغانستان ځمکې طبیعي پانګه ده چې زیات اهمیت لري.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان ۳۳سلنه کانونه سروي شوي دي، افغانستان د وسپنې، مس، لاجوردو او مرمر ډبرو ستر کانونه لري. هغه انساني سرچینې په ځانګړي ډول ځوانان ستره پانګه وبلله او د افغانستان راتلونکی پرمختګ یې له دوی پورې وتاړه. هغه وویل، زموږ موخه داده چې د افغانستان نوی نسل نړۍ ته ور وپيژنو، هغه نسل چې علمي پوهه، تجربه او د تحول انګیزه لري.
جمهوررئیس د افغانستان د جنګ باره کې وویل: " اوسنی جنګ پر موږ تپل شوی دی، دا د تروریزم او نشه یي توکو او هغو تروریستي بنسټونو سره دی چې غواړي افغانستان د نړيوال تروریزم په مرکز بدل کړي، خو برعکس موږ غواړو دا هېواد د ثبات په نقطې بدل کړو."
جمهوررئیس غني د دغه مطبوعاتي کنفرانس په پای کې د خبریالانو ځینو پوښتنو ته ځواب ورکړ. هغه د اوبو مدیریت او د افغانستان د کانونو په اړه د یو سوال په ځواب کې وویل، د سمنټو په ځینو فابریکو کار روان دی او د لازیاتې پانګونې لارې چارې لټوو.
جمهوررئیس د اوبو له بندونو څخه د استفادې په اړه وویل، د کجکي بند لومړۍ برخه بشپړه شوې ده، د سلما بند تېرکال ګټې اخیستو ته وسپارل شو او په بېلابېلو برخو کې د خصوصي کمپنیو له خوا د انرژۍ د تولید او فابریکو په جوړولو پانګونه شوې ده.
جمهوررئیس د افغانستان د کانونو د مدیریت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د کانونو استخراج او د امنیت د ټینګښټ شرایط د حکومت په لومړیتوبونو کې دي، د کانونو انکشاف باید په تدریجي توګه ترسره شي. هغه زیاته کړه، د څلور کلن امنیتي پلان په تطبیق سره به خلک له سرتاسري امنیت څخه برخمن شي.
هغه د روسیې په کنفرانس کې د ګډون او له دغه هېواد سره د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ د بهرني سیاست پنځه کړۍ لرو، چې ګاونډیان، اسلامي نړۍ، اسیايي هېوادونه، بین‌المللي شریکان او نړيوال مالي بنستونه ټول په دغو کړیو کې شامل دي.
جمهوررئیس وویل، غواړو د همکارۍ مرکز اوسو، همکارانو سره په جدي خبرو بوخت یوو، ځکه یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.
همداراز هغه زیاته کړه: هر هغه څوک چې فکر کوي دښمن سره مرسته ګټه ور رسوي، تیروتي دي او هغه څوک چې فکر کوي د ښه او بد تروریزم ترمنځ فرق شته، اشتباه کوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، روسیه د تروریزم له ګواښ سره مخ ده، اوس ثابته شوې ده چې تروریزم یوه سیمه ییزه پدیده نه، بلکې یو نړيواله پدیده ده او په دې باره کې د همکارۍ نیت شته دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته