
کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر
د لوګر د ورزش مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې نن د آزدو مبازو سیالۍ پیل کړې، چې په دغو سیالیو کې د جنوب ختیځ زون ورزشکارانو ګډون کړی دی.
په دغو سیالیو کې د لوګر د ورزش ادارې له خوا د پل علم ښار په کوربه توب د شب قهرمانان په نامه پیل شوې دې.
د لوګر ورزشي آمر مزمل نعیم زي باخترآژانس ته وویل، دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او د دغې ورزشي څانګې د غوره څېرو د ټاکنې په مقصد پیل شوې دي.
د لوګر والي مولوي عنایت الله شجاع د آزادو مبارزو د سیالیو د پرانیستلو په مراسمو کې له ځوانانو وغوښتل چې ورزش ته مخه وکړي.
هغه وویل، چې اوس ځوانان کولای شي له کومې امنیتي ستونزې پرته کار، زده کړه او ورزش وکړي.
ع