کابلباختردميزان ٧
په بغلان ولايت کې دملي پيوستون د دولسو پروژو دکار په بشپړيدو سره په
دغه ولايت کې سلګونو کليوالي کورنيو ته لازمې اسانتياوې برا برې شوي دي .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي باختراژانس ته وويل : په دغو پروژو کې دټولنيز مرکز دودانۍ اود استنادي ديوالونو جوړول ، دسړکونو دترميم اوکريړ اچول دنهه ويشتو پلګيو جوړول او داوبو د ترناو پاکول او جوړول شامل دي چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيارياست له بودجې څخه ګټې اخستني ته سپارل شوي دي .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دخوست او مرکزي بغلان په ولسواليو کې تطبيق شوي دي اود څه دپاسه يو زرو اته سوه کليوالي کورنيو ستونزې يې لري کړي دي
0 د یوې دقیقې څخه لږ