امنیت

په غور کې دوروستي بمي بريد عامل ونيول شو .

کابل باختر د غبرګولي څلورمه :
په غور ولايت کې دوروستي بمي بريد عامل ونيول شو .
ددغه لويديځ  ولايت امنيتي ځواکونه وايي چې دغه سړى ددوى دځانګړو عملياتو په بهير کې  نيول شوى دى .
  په نيولو شوي سړي تور لګول شوى دى چې وروستي  بمي بريد يې ددوه لينه پسابند دولسواليو په واټ کې  ترسره کړى دى هغه پيښه چې داتو تنوملکي وګړو  دشهادت  او ددوو تنو نورو دټپي کيدو سبب شوه .
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفي  محسني  دباختراژانس خبريال ته وويل چې نيول شوى سړى  په دغه بمي بريد اعتراف کړى دى .
ده داونه ويل چې نيول شوى  سړى په کومې تروريستي  ډلې پورې اړه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته