امنیت

په مرکزي بغلان کې دتاجکستان دبريښنا دليږدونې يوه ستن يوڅه ويجاړه شوه

کابل   باختر د کب د مياشتې  ٣  :
دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دتاجکستان دبريښنا دليږدونې يوه ستن دچاوديدونکو توکو په واسطه يو څه ويجاړه شوه.
دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دامن او عامه نظم  دکنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد ددغه ټکي  د څرګندولو په ترڅ کې د باختر آژانس خبريال ته وويل  : وسله والو مخالفينو دمرکزي  بغلان  د قندهاريانو  د کلي په  ساحه کې  کابل ته  د تاجکستان د بريښنا د ليږدونې په يوه ستن کې  دچاوديدونکو توکو په ځاى پرځاى کولو سره هغه و چاوله او هغه يې  زيانمنه کړه .
ده زياته کړه : دامن او عامه نظم  دپوليسو منسوبينو دچاودنې دغږ له اوريدو وروسته سيمې ته  ورسيدل  او دزياتو ويجاړيو مخه يې ونيوله .
دغوري دبريښنا شرکت رئيس ديپلوم انجينر غلام حسين حيدري  دمرکزي بغلان دقندهاريانو دکلي په ساحه کې کابل ته  له تاجکستان څخه دبريښنا دليږدونې  ديوې ستنې د ويجاړيدو دتائيدولو په ترڅ کې زياته کړه چې له نيکه مرغه دغه ستن  چپه شوې ده او دبريښنا بهير دوام لري.  خو موږ هلې ځلې کوو  چې نيمګړتيا يې لرې کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته