امنیت

په فارياب کې دازبکستان داسلامي غورځنگ ديوجګپوړي غړي و ژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

دازبکستان داسلامي غورځنګ دتروريستې سازمان يوجګپوړي غړى په فارياب ولايت کې ووژل شو.

امرصاحب چې په قيام الدين مشهور دى دپنجشنبې په شپه دافغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې  چې دناټو دځواکونو په ملاتړسره  شوي دميمني ښار په مربوطاتو کې ووژل شو.

ناټوباختراژانس ته دخبري پاڼې په ليږلوسره دازبکستان داسلامي غورځنګ ددغه غړى وژل کيدل تائيد کړ او ويي ويل چې دي دافغانستان په شمال کې  دتروريستې بريدونو خطرناکه سازمان ورکوونکى و.

درپوټونوله مخې امر صاحب چې په ظاهره يې دميمني ښار دخشتي جامع جومات دملاا مام په واسطه کارکاوه له له هغه وروسته ووژل شو چې وي نه غوښتل دافغان اوناټو ځواکونو ته تسليم شي .

ناټو وايې امرصاحب چې په قيام الدين مشهور و په لسگونو خونړۍ تروريستې بريدونو کې له دې جملي څخه دميمني په ښارکې دوروستې تروريستې بريد چې دسلگونو ملکي وګړو اودناټو دڅلورو عسکرو دوژل کيدو سبب شو لاس درلود.

دناټو دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې دازبکستان داسلامي غورڅنګ  دتروريستي سازمان دجګپوړو مقاماتو مخدوم نصرت اوعثماني صاحب له نږدي همکارانو څخه و له پاکستان څخه افغانستان ته ځانمرګو بريدکوونکو په ليږدونه کې فعاليت کاوه  او دغه راز وسله والو طالبانو اونورو تروريستي ډلو ته يي وسلې برابرولي .

ناټو وايې چې ده په پاکستان کې له يوشمير کړيو سره اړتباط درلود اوله دغو کړيو سره يولړتروريستې بريدونو ته يې سازمان ورکاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته