(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پُل علم ښار کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خېل باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکه د مرکز اړوند بابوس کلي کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۲۴۰ افغانیو په لګښت، د ۲ زره لېټره زېرمې او لمریزې برېښنا سېستم په لرلو سره جوړه شوې ده.

نایب خېل زیاته کړه، چې د دغه شبکې پرمټ د یادې سیمې ۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا