امنیت

د افغانستان په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دوام

-اسعد آباد/ باختر د ثور ١٤:
د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه دغه راز دوام لري .
دغه بريدونه په وروستيو څلور ويشتو ساعتوکې بيا پيل شوي دي.
  د را رسيدلو خبرونوله مخې:
په وروستيو دوو ورځو او شپوکې څه ناڅه ديرش توغندي د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو لګيدلي دي .
د ننګرهار او کونړ ولايتونه په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا  د راکټي او توپچي بريدونو ډګر دى.
د کونړ ولايت يو پوځي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو په دغو بريدونوکې د سر زيان نه دى اوښتى، خو څو کورونه يو څه ويجاړ شوي دي.
ده وويل: په وروستيو دوو شپو او ورځوکې څه ناڅه پنځلس توغندي د دغه ولايت  په ځينو سيمو لګيدلي دي .
له بله پلوه، د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو هم څه ناڅه شل توغندي لګيدلي دي.
د افغانستان په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان وايي چې په وروستيو اته څلويښتو ساعتوکې د پاکستاني پوځيانو شل توغندي په دغه ولايت توغول شوي دي چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
دوه مياشتې مخکې د پاکستاني پوځيانو په راکټي بريدونوکې په کونړ ولايت کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
د کونړ او ننګرهار د ولايتونو د خاص کونړ، ګوشتې، لعل پورې، نازيانو، سرکاڼو او د دانګام په ولسواليو په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو  له خوا زيات بريدونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته