نړۍ

د ليبيا په نښتوکې د دولسو تنو وژل کيدل

طرابلس فرانسپرس – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
په ليبيا کې يوې طبي سرچينې د دغه هيواد په بنغازي ښارکې د نويو نښتو له امله دڅه ناڅه دولسو تنو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د فرانسې خبرې آژانس د خبرله مخې : دغې سرچينې وويل چې په بنغازي ښارکې د سرتيرو او د پوځي مليشو ترمنځ په پرونيو نښتوکې څه ناڅه ١٢ تنه ووژل شول.
د ليبيا يوه مامور چې ويې نه غوښتل نوم يې ياد شي؛ دوام ورکړ چې د اردو د متقاعد جنرال خليفه حفترته د وفادارو ځواکونو د پوځي مليشو ترمنځ نښتوکې د دولسو تنو په وژل کيدو سربيره ١٠ تنه نورهم ټپيان شوي دي .
ليبيا په ٢٠١١ ميلادي کال کې له وګړني پاڅون راپه دې خوا چې د معمرالقذافي د حکومت د ړنګيدو سبب شو؛ د سخت اړو دوړ ډګر دى .
وروستۍ نښتې په هغو پوځي مليشو پورې د ليبيا د بېلابېلو حکومتونو د تړلتيا زيږنده دي چې يو وخت يې د قذافي د حکومت په راپرځولوکې اغيزمن رول ولوباوه؛ خو اوس د يو مرکزي حکومت له منلو څخه ډډه کوي.
د ملګرو ملتو سازمان هم پخوا په ليبياکې د نښتو او ډاړو دوړ د سختوالي او دوام په نسبت خبردارى ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته