کابل باختر دلړم ٢٠
د داعش د ډلې ٢٣ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د نازيانو، کوټ او د چپرهار د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل