خبرونهفرهنګ

په لوګر کې د خبریالانو د خوندیتوب او همغږۍ ناسته جوړه شوه

 کابل، د سلواغې ۵مه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د خبریالانو د خوندیتوب او همغږۍ ناسته جوړه کړې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم  د ادارو له ویاندویانو وغوښتل، چې د عامه پوهاوي، خلکو سره د معلوماتو، لاسته راوړنو او کړنو په تړاو د رسنیو له لارې مالومات شریک او له دوی سره له هېڅ ډول همکارۍ او هغمږۍ ډډه ونه کړي.

همداراز د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې لخوا لوګر لپاره ټاکل شوي ولایتي مسوول محمد موسی عدیل ډاډ ورکړ، چې هڅه به وکړي ترڅو د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په حل کې  رغنده رول ولوبوي او په دې ولایت کې د خبریالانو په برخه کې د نورو ټولنو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په پوره همغږۍ او همکارۍ کار وکړي.

ص

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا