فرهنګ

درسنيو دبرياليتوبونو او محصولاتو لومړۍ نندارتون پرانستل شو .

کابل باختر  د زمري اتلسمه :
درسنيو دبرياليتوبونو او محصولاتو لومړنۍ نندارتون نن په کابل کې پرانستل شو .  دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، ددغه نندارتون دپرانستلو دمراسمو په  پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني څرګنده کړه چې دغه نندارتون دافغانستان درسنيو دهمغږۍ ، په دې برخه کې نړيوالو ته زموږ دځواکمنۍ دڅرګندولو ، دبيان دازادۍ دملاتړ او دهغو ژورناليستانو دستاينې  په خاطر جوړ شوى دى  چې په دې برخه کې  د بيان دازادۍ قرباني شوي دي .
دولسواکۍ  دغوښتنې پربنسټ ، افغانستان وکولاى شول  په ډير لنډ وخت کې درسنيو  دفعاليت لپاره پراخې زمينې  برابرې کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دغه راز وويل دڅه دپاسه يوې لسيزې  په تيريدو سره اوس په هيواد کې  ١٠٨٠ چاپي رسنۍ ،  ١٦٦ راډيوګانې ، ٧٨ ټلويزيوني شبکې اوپه سلګونو نور مطبوعاتي مرکزونه فعاليت کوي چې په دير لنډ وخت کې زموږ رسنيو خپل اغيزمن رول او ټولنيز نفوذ ثابت کړى او ساتلي دي .
ده زياته کړه راشئ  ژمنه وکړو  له ازادۍ څخه چې الهي نعمت دى دلوى خداى  ( ج )  دبنده ګانو دژغورنې او هغوى ته دخدمت په لاره کې کار واخلو .
په دغو  مراسمو کې دمشرانو جرګې  رييس فضل هادي مسلميار  هم په خبرو کې  دهيواد درسنيو دکړنوچې خلکو ته دخبررسولو په کار کې يې هلې ځلې کړي دي  او په تيره بيا دهغو ژورناليستانو قدرداني وکړو چې قرباني شوي دي .
مسلميار زياته کړه چې په اوسنيو شر ايطو کې درسنيو مسووليت ډير دروند دى چې بايد په يوموټر توب سره له بدمرغيو څخه دهيوادوالو د خلاصون ، دملي وحدت دتامينولو او د افغانستان دملي ګټو دملاتړ په خاطر کار وکړي .
دغه راز  دپانګونې دملاتړ دادارې ايسا رييس محمد قربان حقجو په بيلابيلو برخوکې درسنيو درول په اړوند معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې داقتصادي ، کرنيز ، صنعتي او دتجارتي په ګډون دټولو برخو او دنورو برخو وده په افغانستان کې دمطبوعاتو او رسنيو دبرخې په ودې پورې اړه لري او ددې غوښتنه کوي چې مطبوعاتو  ته دقدر په سترګه وکتل شي .
حقجو زياته کړه چې  له سياسي ثبات پرته اقتصادي وده ناشونې  ده او دثبات تامينول يو رسانه يي کار دى چې دواقعيتونو په منعکس کولو اوخلکو ته دهيلو په پيداکولو سره کار وکړي .
ده زياته کړه چې رسنۍ  بايد  دافغانستان حالت په بشپړه توګه منفي ونه ښيي  او په منفي موضوعګانو زيات تمرکزونه کړي بلکې مثبتې مسئلې هم منعکسې کړي .
حقجو وويل  چې په زياترو هيوادونوکې  درسنيو لپاره ښارګوتي جوړ شوي دي او هيله لرم چې په افغانستان کې هم دهيواد رسانه يي کارکوونکو ته ښارګوټي په پام کې ونيول شي .
  دغه راز دجمهوري رياست دلومړي معاونيت دپاليسۍ دچارو کارپوه سيد حنان يوسفي هم په څه دپاسه يوه لسيزه کې دهيواد درسنيو دودې په اړوند معلومات ورکړل او په خبر رسولو کې يې درسنيو رول ارزښتناک وباله او تينګار يې وکړ چې رسنۍ دې بايد داطلاعاتو په خپرولو کې انډول اوملي ګټې په پام کې ونيسي .
دغه راز په دغو مراسمو کې  دعقاب شرکت  مسوول داړونده بنسټ  دفعاليت دڅرنګوالي په اړوند معلومات  وړاندې کړل .
ددغو مراسمو په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دستاينې لوحه  د افغانستان دنندارتون  دمرکز دمشرتابه هيئت  ته ورکړه .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارې معينې پوهينارې سيدې  مژګان مصطفوي  دباختراژانس له خبريال سره په مرکه  کې ددغه نندارتون دپرانستلو  داهميت په اړوند وويل دهيواد رسنيو په تيرو څوارلسو کلونو کې فوق العاده وده کړې ده اوله کمي پلوه يې په ګړنديتوب  سره وده کړې ده .
دې زياته کړه چې تراوسه پورې داسې نندارتون نه و جوړ  شوى  چې درسنيو برياليتوبونه اومحصولات  پکې نندارې  ته وړاندې شي  او زما په نظر دايو ډير  ستر ارزښتناک ګام دى چې هيله لرم ددغه شان نندارتون جوړول کال په کال دوام ومومي .
مصطفوي زياته کړه چې ددغه شان نندارتونونو په جوړولو سره رسانه يي برياليتوبونه اومحصولات هم دافغانستان دخلکو او هم دنړيوالې ټولنې لپاره نندارې ته وړاندې کيږي چې په دې لاره کې څومره پرمختګ شوى دى .
ددغو مراسمو په پاى کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني او د مشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار درسنيو دبرياليتوبونو او محصولاتو نندارتون پرانست او دنورو مسوولينو او برخه والو په ملګرتيا يې دبيلابيلو رسنيو دمحصولاتو او برياليتوبونو نندارتون وکوت .
دغه نندارتون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دافغانستان دنندارتون دمرکز له خوا او دعقاب شرکت  ، کليد ګروپ ، د پژواک دخبري اژانس او دپيوست دمخابراتي شرکت په هکارۍ  جوړ شوى دى .
دغه نندارتون سبا هم دکابل په نوى ښار کې په کابل مال کې  دمينه والو پرمخ پرانستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته