خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ و رغول شوه

کابل، د تلې ۱۳مه، باختر

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د سیمې خلکو لخوا د یوه ښوونځي ودانۍ ورغول شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پور عرب باختر آژانس ته وویل، دغه ښوونځی چې ۵ درسي ټولګي، اداري خونې او د اړتیا وړ ملحقات لري، د سیمې خلکو له خوا د ۵ سوه زرو افغانیو په لګښت بېرته و رغول شو.

هېره دې نه وي، چې د لوګر په خروار ولسوالۍ کې دا مهال ۱۲ ښوونځي فعال دي، چې شاوخوا ۴۳۸۶ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا