خبرونهټولنه

په لوګر کې د دریو ترافیکي پېښو له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د لوګر د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دې ولایت په مربوطاتو کې د دریو بېلابېلو ترافیکو پېښو له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، چې تېره ورځ د دې ولایت مرکز ته اړوند تېرې، خضر سیمه او بره کي برک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغه پېښو لامل د سړک خرابوالی او موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا