ټولنه

په پکتيکا کې زرګونو خلکو د سولې د روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ

ښرنه باختر د مرغومې ۲۹ مه
د پکتیکا د برمل ولسوالۍ زرګونو خلکو د سولې له روانو خبرو اترو ملاتړ وکړ او په بین الافغاني مذاکراتو یې ټینګار وکړ.
د برمل ولسوالۍ زیات شمېر ولسونو د یوې غونډې پر مهال د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او سولې ته غاړه کېږدي.
دوی له طالبانو سره د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ وکړ او د جنګ د پای ته رسېدو غوښتنه یې وکړه.
د دغو خلکو غوښتنه دا وه چې طالبان دې د جنګ جګړې پر ځای له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي، ځکه په خبره یې د جګړې اصلي لوری افغان حکومت او طالبان دي.
په پکتیکا کې د سولې د ولسي حرکت غړي علي محمد نظري د باختر اژانس سیمه یېز  خبریال ویلي: که ولسونه وغواړي نو روان حالت بدلولی شي او د دوی د هڅو په برکت سره به طالبان خپل ټوپکونه پر ځمکه ږدي او د سولې له بهیر سره به یوځای شي.
په برمل کې د سولې د ملاتړ په موخه دغه لویه ولسي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو زور اخېستی، او ټول افغانان د سولې راتلو ته هیله من شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته