ټولنه

په بدخشان کې سيلاوونو د استوګنې په لسګونو کورونه ويجاړکړل

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دبدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کې تېره شپه د سيلاوونو د راوتلو له امله د استوګنې په لسګونو کورونه ويجاړ شول.
د زيباک ولسوال مير احمد شاه زيغم باخترآژانس ته وويل: دغو سيلاوونو د زيباک ولسوالۍ د مرکز او د څوکليو ترمنځ مواصلاتي لارې ويجاړې کړې دي.
د زيباک ولسوال وايي: د آقاخان په ټولنې پورې اړوند د فوکس د دفتر او د نورو مرستندويومرکزونو استازي په پښو د پيښې سيمې ته رسيدلي دي .
ويل کيږي تراوسه پورې د دغې پيښې له امله د سر د زيان د دقيق شمېر او مالي زيانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
  جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته