کابل باختر دليندى نهمه :
دوه تنه غله دپکتيا دپوليسو په همکارۍ په لوګر کې ونيول شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال نثار احمدعبدالرحيمزي دباختراژانس خبريال ته وويل دغو غلو تيره اوونۍ يوه سراچه ډوله موټر دمحمداغې ولسوالۍ داب بازک له کلي څخه غلا کړې و چې دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دموظفينو له خوا دپکتيا ولايت دپوليسو په همکارۍ وپيژندل شول او ونيول شول .
له دغو غلو څخه يو کلاشينکوف اويوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده او موټر دهيئت په وړاندې بيرته اصلي خاوندته يې سپارل شوې دى او غله تر تحقيق لاندې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ