اقتصاد

په بغلان ولايت کې څه دپاڅه يو زره پنځه سوه کورنيو په روان کال کې دملي پيوستون دپنځو پروژو له ښيګڼو څخه استفاده کړې ده

کابل- باختر دلړم ديارلسم
په بغلان ولايت کې څه دپاڅه يو زره پنځه سوه کورنيو په روان کال کې دملي پيوستون دپنځو پروژو له ښيګڼو څخه استفاده کړې ده.
دغه پروژې دمرکزى بغلان ولسوالۍ په اتو کليو کې دملي پيوستون دپروګرام په چوکاټ کې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي باختر آژانس ته دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس شفيق احمد علميار دڅرګندونو له مخې، دپنځو ټولګټو پروژو په بشپړيدو سره چې د درې کيلومتره سړک اوارول کريړ اچول  ، د اووه ويشتو پلګيو د دولسو مترو په اوږدوالى داوبو دبند درې مکعب مترو په ظرفيت دڅښاک د اوبو مخزن او د درې اتيا مترو په اوږدوالى داستنادي ديوال جوړول پکې دي چې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بشپړې او ديو زرويوسلو اتلسو کورنيو ستونزې لري شوي دي.
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس زياته کړه: دغه پروژې دخلکو په سلو کې دلسوپه ونډې سره دملي پيوستون د پروګرام له خوا بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوى دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته