امنیت

په ميدان وردګوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري درې ويشتمه :
په ميدان وردګو ولايت کې په نويو نښتوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړې تيره شپه او نن غرمه دسيد آباد او نرخ په ولسواليوکې ونښتې .
د ميدان وردګو ولايت يوه امنيتي مسوول باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو نښتوکې د يوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه: جګړې تېره شپه او نن غرمه د سيد آباد او نرخ په ولسواليوکې  د پوځيانو پرکاروان باندې د طالبانو له يرغل وروسته ونښتې .
ويل کيږي په دغو نښتوکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته