امنیت

له افغان امنيتي ځواکونو سره دمرستې په دوام دبريتانيا ددفاع دوزير دمرستيال ټينګار

کابل باختر د زمري لومړي :
دبريتانيا ددفاع وزارت دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره ملاتړ ته دوام ورکوي .
دباختراژانس دخبرله مخې ،دبريتانيا ددفاع وزارت مرستيال افغانستان ته دخپل سفر په بهير کې  دمارشال  محمدقسيم فهيم له پوځي اکاډمۍ  څخه دنهمې دورې افسرانو دفراغت په مراسموکې ټينګار وکړ چې هېواد يې دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره ملاتړ ته دوام ورکوي ځکه هغه پرمختګونه چې په دغه هېواد کې شوي دي ددرک وړ دي .
بريتانيا دافغانستان تر څنګ پاتې کيږي او له دغه هېواد سره زموږ ژمنه ټينګه ده .
دبريتانيا ددفاع وزارت مرستيال  دافغانستان دملي دفاع وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ددغه هېواد دمرستو په دوام باندې ټينګار  وکړ او ويې ويل چې پنځوس تنه بريتانوي پوځيان دغوڅ ماموريت په قالب کې په افغانستان کې شتون لري  او دبريتانوي  سلاکارانو شمير هم زيات شوى دى .
دمارشال  محمد قسيم فهيم له پوځي  اکاډمۍ څخه تراوسه پورې دنولسو تنو ښځينه افسرانو  په ګډون ٢٥٠٠ تنه فارغ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته