(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په لوګر کې د شیدو د راټولو یو نوی مرکز جوړ شو

کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر

د لوګر په مرکز پُل علم ښار کې په ورځ کې د ۶۰۰ لېټره شیدو د پروسس د ظرفیت په لرلو سره د شیدو د راټولولو نوی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه مرکز د پُل علم ښار په دوشنبې کلي کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې په ورځ کې د ۶۰۰ لېټره شیدو د پروسس ظرفیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد مرکز د جوړېدو موخه د مالدارۍ پیاوړتیا، د محصولاتو د ضایع کېدو مخنیوی، مالدارانو ته بازار موندنه او په ټاکلي وخت بازار ته د شیدو رسول دي او د سیمې له خلکو یې وغوښتل، چې له دغه مرکز څخه په ښه توګه استفاده وکړي.

د یادونې وړ ده چې په یاد مرکز کې به د ۱۳ کلیو د مالدارانو محصولات راټول او له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا