امنیت

په غورکې د وسله والو طالبانو په خپل منځي جګړه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول

غور باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
په غور ولايت کې پرون د وسله والو طالبانو په خپل منځي جګړه کې د يوې ښځې په ګډون درې تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د غور د والي وياندعبدالحي خطيبي باختر آژانس ته وويل: هغه جګړه چې د وسله والو طالبانو د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو مولوي نصير او مولوي عبدالخالق ترمنځ په فيروزکـــوه ښارکې رامنځته شوه، د يوې ښځې په ګډون   درې تنه  ملکي وګړي ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته