خبرونهورزش

په لوګر کې د فریزبي سیالۍ د کابل په بریا پای ته ورسېدې

کابل، ۲۸مه، باختر

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د اتو ولایتونو ترمنځ د فریزبي پیل شوې سیالۍ د کابل لوبډلډلې په بریا ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او سپورټ آمر انجنیر نعیم زي باختر آژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ د کابل، هرات، جوزجان، غزنی، غور، میدان وردګو، ننگرهار او لوګر ولایتونو ترمنځ ترسره شوې.

د نعیم زي په خبره، د دغو سیالیو پایلوبه د لوګر او کابل لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په کې کابل لوبډلې لوګر لوبډلې ته ۲ پر صفر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

د يادونې وړ ده، چې په يادو سياليو کې له يادو ولايتونو څخه ۶۸ لوبغاړو ګډون کړى و، چې له ډلې يې ٣٢ تنه ملي لوبډلې ته غوره شول، څو راتلونکي کې په ملي او نړيوالو سياليو کې د افغانستان د ملي لوبډلې استازيتوب وکړي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا