نړۍ

له تاجکستان سره د قرغزستان په سرحدي ناحيه کې د روسيې د پوځي اډې د جوړولو غوښتنه

بيشکيک  ايرناکابل باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
د قرغزستان  جمهور رئيس الماس بيک حاتم باى اوف له روسيې څخه له تاجکستان سره د قرغزستان په سرحدي ناحيه کې د پوځي اډې د جوړولو  غوښتنه کړې ده .
د آکي پرس د خبري آژانس د انټرنټي سايټ په ليکنه:
حاتم باى اوف په يوه رسانه يي غونډه کې وويل: وړانديز مو کړى دى چې په سيمه  په تېره بيا  له تا چکستان سره د قرغزستان په سرحدي سيموکې د بد امنۍ د حالت او شرايطو په خاطر، د روسيې حکومت په قرغزستان کې په يوه سرحدي ناحيه کې پوځي اډه جوړه کړي.
حاتم باى اوف په دې بيان سره چې دغې مسئلې له روسي لوري سره دخبرو د کار په  لارښودکې ځاى نيولى دى او  د اډې د جوړولو لپاره وروستى تصميم له روسيې سره دى، وويل: موږ دې ته اړتيا لرو چې د روسيې او چين په شان هېوادونو په همکارۍ خپل وسله وال ځواکونه پياوړي کړو.
د يادونې وړ ده چې د امريکا متحده ايالات هم په قرغزستان کې هوايي اډه لري   چې د همدې خبرله مخې، د قرغزستان جمهور رئيس د دغې اډې شتون د خپل هېواد د امنيت لپاره يو ګواښ بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته