خبرونهامنیتاقتصاد

د هېواد په لوېديځ الفاروق قول اردو کې د نوي کابل بانک نوې څانګه پرانيستل شوه

کابل، د زمري ۴ مه، باختر

په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو او د معاش د ورکړې د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د نوي کابل بانک یوه څانګه په فعالیت پیل وکړ.

د نوي کابل بانک د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو دفتر، په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د دغې قول اردو مجاهدینو ته د بانکي کارتونو د وېش او د دغه مرکز مجاهدینو ته د معاش د ورکړې بهیر د آسانتیا د برابرولو په موخه کار پیل کړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې: د یادې بانکي څانګې د پرانیستلو موخه د عامه خدمتونو عصري کول، د معاش په ورکړه کې د ځند له منځه وړل او د وخت د ضايع کېدو مخنيوى او دغه راز د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د پيسو د خوندي مرکز جوړول بلل شوي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته