خبرونهورزش

په لوګر کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

 کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر

د لوګر په مرکز پل علم لوبغالي کې د لیګ الف ترنامه لاندې د فوټبال سیالۍ د ورزشي آمریت د فوټبال فدراسیون له لوري د فوټبال د ودې او د غوره څېرو د ټاکنې په موخه د لسو ټيمونو په ګډون نن ترسره شوې.

د لوګر د فوټبال فدراسیون مسوول جاوید صدیقي باختر آژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د دغه ولایت د ورزشي آمریت په همغږۍ او همکارۍ د لسو ټیمونو ترمنځ ترسره شوې دي او اساسي موخه یې د لوبغاړو هڅونه او د دغه ورزش وده ده.

صدیقي زیاته کړه چې دغه سیالۍ د ۹ اونیو لپاره په ۴۵ لوبو سره دوام مومي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا