امنیت

په فارياب کې دپوځي عملياتو په دوام په لسګونو تنه پاکستاني او افغاني طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
په داسې حال کې چې په فارياب ولايت کې پوځي عمليات هماغه شان دوام لري پوځي قوماندانان وسله والو طالبانو ته ددرندو زيانونو داوښتو خبرې کوي .
ددغو قوماندانانو دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتوپه بهير کې  تراوسه پورې ديوولسو تنو قوماندانانو او دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت ته دنومول شوي والي په ګډون ٥٤ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نوي تنه نور جګړه ماران ټپيان شوي دي .
دغه عمليات دغورماچ او قيصار دولسواليو په ځينوسيمو دوسله والو طالبانو له  پراخو بريدونو وروسته داردو او پوليسو دسلګونو تنو منسوبينو په ګډون پيل شوي دي او په خپل قوت سره دوام لري.
دفارياب دوالي ويندوى جاويد بيدار دباختراژانس  خبريال ته وويل، پوځيان په دې بريالي شوي دي چې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واړوي .
دبيدار دڅرګندونوله مخې، ددغو عملياتو په بهير کې د يوولسو  تنو قوماندانانو او دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت ته دنومول شوي والي ملا صلاح الدين په ګډون څلور پنځوس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نوي تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
دفارياب دوالي ويندوى تاييد کړه چې په وژل شويو او ټپي طالبانو کې په لسګونو تنه پاکستاني او چيچيني  جګړه ماران هم شامل دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې، ددغو عملياتوپه بهير کې  پوځيانو څولارې او واټونه چې دوسله والو طالبانو دشتون او فعاليت په نسبت دترافيکوپرمخ  تړل شوي وو بيا پرانستي دي .
  دفارياب والي محمد الله بتاش چې ددغو پوځي عملياتو قومانده  په غاړه لري وايي چې دغه عمليات به په بشپړه توګه له تروريستي ډلو په تيره بيا دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغو ولسواليو ترپاکولو پورې دوام ولري .
بتاش د پاکستان په استخباراتي  سازمان له تروريستي ډلو سره دملاتړ او په فارياب ولايت کې وروستيو ناامنيو ته دلمن وهلو تور ولګاوه .
  دى وايي چې افغان پوځيان  دجنګي وسايلو له کمښت او داغيزمن هوايي ځواک له نشتوالي  سره سره  له تروريستي ډلوسره دمبارزې توان لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته