خبرونهورزش

په لوګر کې د فوټبال غوره لیک سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۱۰ مه، باختر

د لوګر د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په محمدآغې او بره کي برک ولسوالیو کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۲۷ ټيمونو ترمنځ د فوټبال ورزش د ودې او د ورزشکارانو د هڅونې په خاطر پیل شوې وې، د اتفاق او باستان غازي امین الله خان لوګري ټیمونو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د لوګر د فوټبال فدراسیون مسوول جاوید صدیقي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یادې سیالۍ د لیګ په توګه د ۲۷ ټیمونو ترمنځ  په یادو ولسوالیو کې ترسره شوې وې، چې د اتفاق له ټیم څخه میلاد همدرد د ښه لوبغاړي لقب وګاټه، همدارنګه د سیالیو په پای کې د فوټبال غوره لوبغاړو ته کپونه هم ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې همدا اوس د یاد ولایت په کچه د فوټبال ۱۰۰ رسمي او ۲۰ غیر رسمي ټیمونه شتون لري.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا