نړۍ

محمود خان اڅکزي :دپا کستان حالات لاپسې خرابيږي.

کابلباختر دچنګاښ ٧ مـــــــــه

دپاکستان د ملى عوامى ګوند مشر محمود خان اڅکزي د هغو سختو ستونزو چې پاکستان به ورسره مخامخ شي ، خبرداري ورکړاو ويې ويل هغه نړيوال تجريد چې لمن يې دهرېورځې په تيريدوسره پراخيږي دغه هيواد ته يو ستر ګواښ دى.

 محمود خان اڅکزي چې په پاکستان کې په پښتنو قبايلو کې خاص محبوبيت لري او په عين حال کې په دغه هيواد کې دقو مي او مذهبي اقليتونو د احترام وړ شخص دى ، خبر داري ورکړ چې پاکستان دزياتو ناراميو په لور ګام اخلي اوس دغه هيواد له سخت خطر سره مخامخ دى او نړيوال تجريد دغه هيواد سخت ګواښوى .

محمودخان اڅکزى چې د کويټې په ښار کې يې دخپلو زرګونو تنوپلويا نو په وړا ندى خبرې کولې وويل: دقبايلي پښتنو پرخلاف زيا تې ستونزې شته .

ځينې کړى غواړي چې په زوريې ترو رستي فعاليتو نو ته ورګډ کړي .

سره له دى چې محمود خان اڅکزى په مشخص ډول ددغو کړيو دنومونو يادونه ونه کړه خو هدف يې د پا کستان استخبارا تي سازمانونه دي چې قبايلي سيمې يې د ترورستي فعاليتو نو ډګر ګرځولى دى او له دى لارى ګټه اخلى .

هغه بله موضوع چې محمود خان اڅکزي هغې ته اشاره و کړه ديو شمير هزاره ګانو وژل دي چې په دى وروستيو وختو کې په بلوجستان کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

اڅکزى وويل: دپا کستان پښتا نه له خپلو هزاره وروڼو سره ښې اړيکې لري کلونه کلو نو يې ديو بل ترڅنګ ژوند کړي دي.

ددغو کسانو وژل کيدل دپښتنو دقبايلي سيمو د نارا ميو يوه بله تو طيه ده .

اڅکزى په خپلو دغوخبرو کې دغه راز دپا کستان له استخبارا تو څخه وغوښتل چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي او که چيري ددغو سا زما نو نو لاس وهنه نه وي افغانستان به نوريو ارام هيوادوى .

د پاکستان د ملى عوامى ګوند مشر چې په رښتيا ويلو شهرت لري پخوا ويلي و که چيري ايران او پا کستان د افغا نستان په چارو کې لاس واخلي په يوه مياشت کې سو له  په افغا نستان کې تا مينيږي په داسې حال کې چې پاکستان کې سياسي فعال محمود خان اڅکزي ددغه هيواد د زيات بد امنه کيدو خبره کوي امريکايي مقاماتو په پاکستان کې دحالاتو انديښنه لري ، دامريکائيانو انديښنې دپا کستان داټو مى تاسيسا تو له ا مله دى

 يو مشهور امريکايي ورځپاڼه ليکونکى ديويد نجر په خپل نوى رپوټ کې دامريکايي مقاماتو له دې جملې څخه ددغه هيواد د جمهور رئيس بارک او باما له خو لې ليکلى دى چې دپا کستان سياسي نظام کيداى شى له منځه لاړ شي اودا کار دپا کستان داټومى تاسيساتو امنيت به چې دو مره معياري هم نه دى له جدى خطر سره مخامخ کړي سره له دې چې دپاکستان او ا مريکا ترمنځ اړيکى عادى نه دي خو امريکا ئيان غواړي چې ان اوسني لړځنده حالت هم وسا تل شى که چيري دپا کستان دولت راوپرځول شى حالات کيداى شي په چټکى سره بدلون و مومي اوداکار کيداى شي امريکائيانو ته بد خبر وي ځکه ترورستان داټومى وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دي او په پا کستان کې بي ثباتي هغوى خپل هدف ته نږدي کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته