روغتیا

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٧ نوې مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

کابل / دوږي ٢٧مه / باختر: د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېوادکې د کروناويروس د ١٧ نويو پېښو د ثبتولو خبرورکړى دى. د باختراژانس د خبرله مخې؛ دکرونا ويروس د ١٧ نويو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٣٨٨٧٢تنو ته زيات شوي دي. دعامې روغتيا وزارت دخبرله مخې په کرونا ويروس ٣٢٥٠٥اخته کسان روغ شوي دي. دغه راز د کرونا ويروس له امله د قربانيانوشمېر ١٤٣٦تنو ته رسيدلى دى .د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې د کروناويروس د ١٧ نويو پېښو د ثبتولو خبر ورکوي چې د هرات روغتيايي مسوولين تاييدوي چې ددغه ولايت ١٩ تنه ښوونکي او زده کوونکي په کروناويروس اخته شوي دي. دغه راز روغتيايي مسوولينو په غور کې په کرونا ويروس د پوهنتون د ٣٠ تنو محصلانو داخته کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې ده . ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته