امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٣٠
ديو پاکستاني تبعه په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د ناټو دجنګي الوتکو دبريد په بهير کې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو تيره شپه د ديورند کرښې ته څيرمه د کامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددى په پتنځاي دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړى قوماندان له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې په وژل شويو کسانو کې يو پاکستاني تبعه هم شته.
ده وويل : دغه جګړه ماران دکامديش ولسوالۍ په ځينو سيمو ديو لړ تروريستي بريدونوبه سازمان ورکولو بوخت و چې ورباندې بريد وشو.
ويل کيږي چې په دغه هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دي اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته