ښوونه او روزنه

په پکتيکا کې پنځه ښوونځې بيا پرانستل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  په پکتيکا ولايت کې پنځه ښوونځې بيا ددرنو عالمانو او دقومي مشرانو په منځګړيتوب  بيا پرانستل شول .

 دباختر اژانس دخبر له مخې په دغوښوونځيو کې په تروي  ولسوالۍ کې دمظهر العلوم ، مرکزي  او سرحدي ابتدائيه ښوونځې او دخوشامند په ولسوالۍ کې د مامورخيلو  ابتدائيه ښوونځي او داحيا العلوم  منځني  ښوونځې شامل دي .

 ددغو ښوونځيو په بيا پرانستل کيدو سره هغه دوه زره څلور سوه تنه زده کوونکي چې دعلم دزده کړې له  نعمت څخه بي برخي وو بيا ښوونځيو ته لاره پيدا کړه .

 داپه داسي حال کې ده چې په روان  تعليمي کال کې په دغه ولايت کي ټول اتلس ښوونځې بيا پرانستل شوي دي خو دبيلابيلو عواملو له امله شپږ ښوونځې تړلي پاتي دي

 دپکتيکا ولايت دپوهنې رياست هلې ځلې  کوي چې ددغه ولايت ددرنو عالمانو اوخلکو په همکاري نور تړلي ښوونځې  نږدي راتلونکي کې بيا پرانيزي .

 دپوهنې وزارت هغو اقداماتو ته چې په ټوليزه توګه پتمن ملت د بيګناه زده کوونکو اوښوونکو دسراو مال  او دښوونځيو دساتنې په وړاندې ترسره کړي او کوي يي دقدر په سترګه  ګوري او ستايي يې  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته