سیاست

محمديونس قانوني له يو شمېر ځوانانو او د مدني څانګو له فعالينو سره وکتل

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د جمهوري رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني نن مازيګر له يو شمېر ځوانانو او د مدني څانګو له فعالينو سره د وزيرانو شورا د مرمرين کاه د کنفرانسونو په سالون کې وکتل او ويې ويل چې د ځوانانو په برخه کې پانګه اچونه داسې اقدام دى چې کولاى شي موږ ته د ډاډمن او سوکاله راتلوونکي زيرى ورکړي او هغه هيوادونه چې له مديريتي پلوه په دې برخه کې اقدام نه کوي؛ ستره تير وتنه کوي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د جمهوري رياست لومړي مرستيال ځوانان د ټولنې ميړنى ځواک وباله او زياته يې کړه چې بايد په افغانستان کې بدلون له خپلو فکرونو او ذهنيت له بدلون څخه پيل وکړو او په همدې مقصد بايد له سمتي، ژبنيو او قومي تنګوکپسولونو څخه ووځو.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال وويل چې د قوم پالنې ذهنيت، د پرمختګ په لور زموږ د هيواد د يون مخه نيسي، له همدې امله بايد هلې ځلې وکړو چې ځان د ستر ملي او افغانستان شموله هويت په لور ورسوو.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي او څو تنو ځوانانو خبرې وکړې او ځوانانو ته يې د يوې ملي پاليسۍ د لرلو اړتيا مهم وبلله.
په دې غونډه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال ژمنه وکړه چې د وزيرانو شورا په غونډه کې به د ځوانانو د ملي پاليسۍ د طرحې ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته