کابل /دلړم ٣مه /باختر :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د ويست انديز دکرکټ له ملي ټيم سره ديولړ لوبو لپاره تيارى نيسي .
دغه سيالۍ تر راتلونکو دوو اوونيو پورې د نړيوالو سياليو په چوکاټ کې ترسره کېږي .
دافغانستان دکرکټ د ملي ټيم سرښوونکى د دغو سياليو لپاره شپاړلس لوبغاړي ټيم ته رابللې دي .
په دې نوملړ کې راشد ارمان ، دملي ټيم دکپيتان په توګه ټيم ته رابلل شوى دى.
د ويست انديز دکرکت ملي ټيم د نړۍ له ډېرو سترو ټيمونوڅخه دى.
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم سرښوونکى وايي چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دجام دترلاسه کولو او د ويست انديز په وړاندې دبرياليتوب لپاره ډګر ته ورودانګي .
ختم_ ج _ اکرم