امنیت

په قندهارکې د يوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوږي دمياشتې ٨ نيټه :
په قندهار ولايت کې يوولس تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان تېره شپه په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل: کله چې وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې خلکو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانوپه قندهارولايت کې ديولړچاودنومخه ونيوله.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورينو نن سهار شپږ ماينونه د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې د دغو ناکامو ماين ښخونو په تور څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته