سیاست

د پکتیا ولایت سپین ږیرو او قومي مشرانو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
د پکتیا ولایت سپین ږیرو او قومي مشرانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره وکتل
په دغه کتنه کې د پکتیا ولایت د سپین ږیرو او قومي مشرانو په استازیتوب قومي مشر او د حزب اسلامي ولایتي مسوول داکتر عاشق الله جوهرد دغه ولایت ستونزي د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال سره شریکې کړي.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورګړ.
داکتر جوهر په پکتیا ولایت کې د وسله والو د پسرلنو ګواښونو څخه اندیښنه څرګنده کړه او له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان څخه یې د مرستې او همکارۍ غو ښتنه وکړه.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د پکتیا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت د وسله والو مخالفینو احتمالي بریدونو ته چمتووالی لري او ژمنه یې وکړه چې د پکتیکا ولایت اوسیدونکو سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته