امنیت

دوه ملکيان په زابل کې شهيدان شول

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
په زابل کې دوه ملکيان د ماين په چاودنه کې شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
پر دغو کسانو تېره شپه په يو موټر کې چې خپل کور ته روان وو؛ د شاجوى ولسوالۍ په عمومي سړک کې ماين وچاودېد.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په چاودنه کې دوه ملکيان شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
قربانيان يوه ښځه او يو نارينه او ټپيان هم يوه ښځه او يو نارينه دي.
د زابل د يو روغتون ډاکټرانو دټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تراوسه د دغې ماين ښخونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى، خو د زابل پوځي  خبرځايونه يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته