خبرونهورزش

په لوګر کې د ووشو په ملي لوبو کې د هلمند منتخب ټیم یو د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل

گ کابل، د لړم۲۱مه، باختر

د هلمند سیمه ییز مسوولین وايي، چې په لوګر ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د ووشو په ټاکنیزو سالیو کې د هلمند منتخب ټیم د اتلولۍ په ګټلو سره یو د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د ووشو د تنکیو ځوانانو او ځوانانو دغه سیالۍ د لوګر ولایت په کوربه توب ترسره شوې، چې په کې له هلمند ولایت څخه سردارولي په ۶۰ کیلو وزن کې د لومړي مقام ترلاسه کولو سره ملي ټیم ته لار پیدا کړه او حسیب الله د ۴۸ کیلو وزن په لرلو سره دوهم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د هلمند درې تنه ورزشکارانو ملي ټيم ته لاره پیدا کړه او تر څنګ یې یو د سرو او دوه د سپین زرو مډالونه هم وګټل.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا