امنیت

دکندز دامنيتي حالاتو دڅيړنې لپاره دنظامي کميسيون جوړول .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
په کندز ولايت کې دامنيتي حالاتو دکنترولولو په مقصد  يو نظامي کميسيون جوړ شوى دى .
دکندز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې موږ دښه امنيت دتامينولو په خاطر نظامي کميسيون  جوړ کړى دى .
دغه کميسيون دنده لري چې دتورو ښيښو  لرونکو او دلمبر پليټ نه لرونکو موټرو دتګ راتګ او دغير قانوني وسلو  دليږدونې مخه ونيسي او دغه راز مشکوک کسان وپيژني .
دغه کميسيون  دکندز ولايت دامنيتي حالت له امله  دانديښنوله  راپيداکيدو وروسته جوړ شوى دى .
په دغه ولايت کې په تيرو پنځو مياشتو کې ډيره ناارامي تيره شوې ده او ددغه ولايت څو سيمې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې وې .
جنګل باغ زياته کړه چې تراوسه پورې دشپږ سوه موټرو له ښيښو څخه تور فلمونه لرې شوې دي او دوه سوه موټرونه چې جعلي لمبر پيلټونه يې لرل درول شوي  او پنځه ديرش ميله وسلې  له غير مسوولو وسله والو کسانو څخه راټولې شوې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل په کندز کې دنااراميو عوامل پيژندل شوي او دامنيت دتامينولو لپاره جدي اقدامات ترلاس لاندې نيول شوي دي .
دکندز ولايت امنيه قوماندان زياته کړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکې کې په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو پرخلاف پراخ پوځي عمليات پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته