سیاست

د ښځو چارو وزيرې د مصر د سفارت له شارژدافير سره وکتل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١نيټه :
د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري په کابل کې د مصر د سفارت د مرستيال له شارژدافير سره وکتل.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
په دې کتنه کې په مصرکې د اسلامي هېوادونو د ښځو لپاره د خدماتي دفتر د پرانستلو په باب بحث او خبرې اترې وشوې.
د مصرسفارت د مرستيال شارژدافير د دغه سفر د پرانستلو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د مصر هېواد دغه خدماتي دفتر د اسلامي هېوادونو د ښځو او ميرمنو د پرمختګ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اسلامي هېوادونو دښځو لپاره په پام کې نيول شوي دي او افغانستان د ايران، اندونيزيا او ترکيې  د اسلامي هېوادونو څلورمه برخه ده چې د دغه  دفتر غړيتوب لري چې د دغه تړون له لاسليک او تائيدولو وروسته په رسمي توګه کار يې پيليږي.
دغه راز د مصر د سفارت د مرستيال شارژدافير د دغه تړون په تائيدولو او لاسليک کولوکې د ښځو د چارو وزارت د همکاريو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: يوشمېر شاملو غړو هېوادونو دغه تړون يې لاسليک کړى دى چې افغانستان  يو له هغو هېوادونو څخه  دى چې خپل دريځ يې ددغه دفتر په باب تر اوسه پورې نه دى اعلام کړى.
د هېواد د ښځو چارو وزيرې په دغه دفترکې دافغانستان دښځو او غړيتوب څخه  د مصر له سفارت څخه د منلو سره وويل: موږ د دغه دفتر له پرانستلو څخه په دغه دفترکې د افغان ښځو دغړيتوب او د اسلامي هېوادونو د ښځو د ظرفيت او توانمندۍ د لوړولو لپاره د خدماتو د وړاندې کولو په خاطر قدرداني وکړه او غواړو  د دغه دفتر  په پرانستلوکې د افغانستان استازي هم شتون ولري.
په پاى کې د ښځو چارو وزيرې د دغه دفتر دپرانستلو د کتبي معلوماتو او دمصر  د سفارت له مرستيال څخه  د غړو هېوادو لست غوښتنه کړې ده چې ډير ژر به دغه سندونه د وزرات په واک کې ورکړي.
پاى  ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته