
کابل، د سلواغې ١٢مه، باختر
د لوګر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې د ١٠ ميليونو او ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ٢ شبکو تړون د پراختیايي شوراګانو سره لاسلیک شو.
د یاد ولایت د کليو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله الله نائب خېل باختر آژانس ته وویل، چې د دغو شبکو له ډلې یوه د بره کي برک ولسوالۍ په نه برجه کلي کې او بله د څرخ ولسوالۍ پسپیچک کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ١٠ ميليونو او ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت جوړېږي.
نائب خېل زياته کړه، چې د دغو شبکو چارې به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې پرمټ به یې د یوه ښوونځي ۶۰۰ زده کوونکي او ۴۷۰ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
لمر