
کابل، د سلواغې ١٦مه، باختر
د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت د ښوونځیو له ٢ زره ٣٠٧ ښوونکو سره د یونیسف موسسې له لوري د درسي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب باختر آژانس ته وويل، چې دغه مرسته د پوهنې ریاست د مسوولینو په غوښتنه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) لخوا د دغه ولايت د ٢٧٥ ښوونځيو له ٢ زره ٣٠٧ښوونکو سره د څه باندې ٢٨ زره ډالرو په ارﺯښت مرسته شوې ده.
عرب زياته کړه، چې په ياده مرسته کې د هر ښوونکي لپاره ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۸ رنګه مارکرونه، ۵ تخته پاکونه، ۲ قوطي رنګه او تباشیرونه ورکړل شوي دي.
لمر