
کابل، د وږي لومړۍ نېټه، باختر
د لوګر په مرکز پل علم سربېره، محمدآغه او خروار ولسوالۍ کې د څه باندې ٨٨ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه مراسم، چې پر همدې موخه د محمدآغې ولسوالۍ اړوند ده نو سیمه کې نیول شوي وو، چې په کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اقتصاد وزارت مالي مرستیال مولوي محمدعالم جمیل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د اقتصادي کمېسیون د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي روح الله شهاب، د ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع، ګڼ شمېر نورو مسوولینو دیني عالمانو، مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په لومړیو کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سید امین هاشمي وویل، دغه پروژې چې د مرکز په شمول محمدآغه او خروار ولسوالۍ کې پر ١٧٠ جریبه ځمکه باندې ١٦ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل او همدارنګه د ١٠٧ کیلومتره کانالونو پاکول او ٢٠ جریبه مثمر باغ جوړول شامل دي، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ٩ میاشتو په موده کې بشپړ او د پلې کولو پرمهال یې ٢٠٠٠ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې وه.
ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې وچکالیو سره سره د تېرو دو کلونو په موده کې د همکارو موسسو په مرسته د کرنې او مالدارۍ، د چک ډېمونو د جوړولو په برخو کې ښه پرمختګونه شوي او سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې هم کابو ٣٠ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د یادو پروژو مبارکي ټولو ولسونو ته وړاندې او زیاته یې کړه، چې له څو لسيزو وروسته موږ ټولو په آرامه فضا کې د یو شمېر پرمختګونو شاهدان یو
ستانکزي زیاته کړه:(( لوګر تاریخي ولایت د علماوو او مبارزینو کور دی، د جهاد دروازه ده، د دې خاورې لوېشت – لوېشت قرباني ورکړې، لوی لوی کانونه او ښه جغرافیایي موقعیت لري.))
نوموړي له اړوندو وزارتونو غوښتنه وکړه، چې د لوګر د بیا رغولو برخې ته پوره پاملرنه وکړي.
ستانکري وړاندې وویل، چې اسلامي امارت په کمو امکاناتو د خپل ولس په خدمت او د هېواد آبادولو او همدارنګه د کرنې او سوداګرۍ برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
د ولایت مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع وویل، چې اوس د وطن د آبادۍ لپاره وخت را رسېدلی، موږ له مرکزي ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د لوګر د ښېرازۍ لپاره د کوټلي ګامونو پورته کړي.
د مشرانو او بزګرانو په استازیتوب استاد فزیر احمد عثماني له ترسره شوو پروژو مننه وکړه او ترڅنګ یې د کرنې، د اوبو د نشتون په برخو کې یو لړ وړاندیزونه شریک او هم یې د بزګرانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به هم په لوګر کې د یو ستر تحقیقاتي فارم د جوړولو چارې پیل شي.